د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۴ - ۱۲:۴۶
MOPH

شنبه:

۱- د هلمند عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو، عمومي کتنځایونو، درملتونونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په پایله کې ۲۳ درملتونونه، ۱۸ عمومي کتنځایونه، ۷خصوصي روغتیايي مرکزونه او ۱۹ د غاښونو کتنځایونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

یکشنبه:

۱- د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، الحاج مولوي محمد اسحق صاحبزاده په خپل کاري دفتر کې د نړیوال تاجر، ښاغلي الشیخ بن زاید بن سلطان النایان سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په روغتیايي برخه کې د یاد بنسټ د ونډې پر اخیستلو، په اوسني وخت کې د روغتونونو پر وضیعت او د جمهوریت روغتون د بیا رغونې په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

۲- د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد د تخصصي او ثالثي روغتونونو له رئیسانو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په تخصصي او ثالثي روغتونو کې د روغتیايي خدمتونو پر ښه والي، د مسلکي کسانو پر ګمارنې، د روغتیايي پرسونل د معاشاتو پر لوړوالي او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د روغتونونو د رئیسانو ستونزې واورېدې او د بشپړ حل ډاډ یې ورکړ.

نوموړي همداراز د روژې مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیسانو ته په خطاب کې وویل، چې یاده میاشت الله تعالی ته په ټولو میاشتو کې غوره او د ځانګړو فضیلتونو ډکه میاشت ده، چې په همدې موخه ټول روغتیايي کارکوونکي؛ باید د نورو ورځو په څېر په دې میاشت کې هم په ۲۴ ساعته ډول خپلو هېوادوالو ته غوره روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

دوشنبه:

۱- د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

یاد روغتیايي مرکز  به په نږدې راتلونکي جوړ او شپږ روغتیايي خونې به ولري، چې د خوارځواکو ماشومانو درملنه به په کې ترسره کېږي.

۲- د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېره یوه اونۍ کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د ختیځ زون له ۱۱ خصوصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

سې شنبه:

۱- د عامې روغتیا وزارت له لوري د کونړ ولایتي روغتون لپاره د ۳.۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۱۲۱ قلمه درمل او بېلا بېل طبي تجهیزات د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ته ورکړل شول.

۲- د ننګرهار ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري د روداتو ولسوالۍ روغتون کې د وینې بانک پرانیستل شو

د یاد بانک د فعالېدو په موخه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست له لوري د دې روغتون مسؤلینو ته مجهز یخچال او نور اړین طبي توکي ورکړل شول، تر څو په مرسته یې د هغه ناروغانو روغتیايي ستونزې، چې په بېړني ډول وینې ته اړتیا ولري حل او پر وخت ورته رسېدنه ترسره شي.

چهارشنبه:

۱- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ د ملي کمېټې ناسته ترسره شوه

 

یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د  پلان ریاست د راپور ورکولو د برخې متخصص ډاکتر عبدالعظیم احمدزي، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او  یونیسف ادارې د استازو په شتون کې ترسره شوه.

 په دې ناسته کې ګډونوالو د روغتیا سکتور پراختیايي بهیر او د پالیسۍ  پخوانی پلان وڅېړه او د هغه د ښه والي، تطبیق او وروستي کولو په موخه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه له یو بل سره شریک کړل.

 

پنجشنبه:

۱- - د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د چهاربولک ولسوالۍ د یو شمېر خصوصي کتنځایونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره او په پایله کې یې یو شمېر کتنځایونه، چې قانوني جوازونه یې نه درلودل وتړل شول.

همداراز له یو شمېر درملتونونو څخه له نېټې تېر بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل شول.