د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ!

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۳ - ۱۲:۳۳
MOPH

شنبه:

۱- د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده په شتون کې د وزارت اداري ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې، چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص، بشري سرچینو، مالي او اداري ریاستونو سربېره د دې وزارت د یو شمېر نورو ریاستونو مسؤلینو هم شتون درلود په اداري برخه کې د موجوده ستونزو د حل، مسلکي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې د ازموینې اخېستو، په اداري چارو کې د چټکټیا، د نویو ګمارنو پر څرنګوالي، له خصوصي انسټېټیوټونو څخه د فارغ شویو محصلینو د ازموینې او هغوې ته د ډیپلومونو د ورکړې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

۲- د عامې روغتیا وزارت د تشخیصیه ریاست له لوري د مرکزي لابراتوارونو آمریت په تخنیکي همکارۍ او د روغتیا نړیوال سازمان په مالي لګښت د 28 ولايتي  لابراتوارونو څخه 28 تنه روغتیايي ټکنالوجستانو ته د Training Workshop on Molecular testing of Blood-borne Viral Infectious diseases (HBV, HCV & HIV) using RT-PCR/ELISA and introduction to basic Microbiology/AMR. تر عنوان لاندې شپږ ورځنی ټریننګ ترسره شو.

۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له استقلال روغتون څخه ليدنه تر سره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د طب معالجوي رئيس ډاکټر احمد سير پاڅون او يو شمېر نورو مسؤلینو د شنبې په ورځ استقلال ملي او تخصصي روغتون څخه د دې روغتون د رئيس او مسؤولینو په شتون کې ليدنه تر سره کړه.

یکشنبه:

۱- د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي همکارۍ د مرکز کابل د عدلي طب او د لوګر، کاپیسا، پروان، پنجشېر، غزني او میدان وردګ ولایتونو د عدلي طب ګڼ شمېر کارکوونکو ته په جګړو او ناورینونو کې د جسدونو مدیریت تر عنوان لاندې پنځه ورځنی عملي او نظري ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.

۲- د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب ریاست ویاړي؛ ترڅو د لومړي ځل لپاره د یو مسلکي تفاهم لیک په لاسلیک کولو سره د کورنیو چارو وزارت اړوند، کرېمنال تخنیک ریاست د لابراتوارونو څانګې ۲۰ تنو مسلکي کارکوونکو ته د عملي او نظري زده کړو پروګرام پیل کړي.

سربېره پر دې د عدلي طب ریاست د کرېمنال  تخنیک څانګه غواړي، چې د کورنیو چارو وزارت د کرېمنال تخنیک ریاست د مسلکي کارکوونکو دوه لس نفري ټیمونو ته د یوې میاشتې لپاره د دې ریاست په بېلا بېلو لابراتوارونو کې زده کړې ورکړي.

۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په خپل کاري دفتر کې د عامې روغتیا وزارت د ملي انسټېټیوټ له مسؤلینو سره د ساحوي اپیډیمیولوژي پروګرام د څلورم پړاو د پیل په اړه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې دواړو لورو د ساحوي اپیډیمیولوژي د څلورم پړاو د پیل او په دې پروګرام کې د ۳۰ تنو هغه کسانو په اړه چې یادې برنامې ته شارت لېست شوي او د کمېټې د غړو له تائید وروسته به په یاد روزنیز پروګرام کې ګډون وکړي بحث او خبرې ترسره کړې.

دوشنبه:

۱- د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د میرویس حوزوي روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د کندهار د عامې روغتیا رئیس، ډاکتر نجیب الله داوري په ملتیا د میرویس حوزوي روغتون له بېلابېلو روغتیايي څانګو سربېره د بستر ناروغانو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

۲- په ټول هېواد کې د ګوزڼ ناروغۍ د واکسین ملي کمپاین پیل شو.

۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د دې وزارت د ولایتونو د اړیکو همغږۍ ریاست له مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د ولایتونو د اړیکو همغږۍ رئیس، قاري معتصم باالله توریال د یو پرېزنټېشن په ترڅ کې  د یاد ریاست دندې، وړاندیزونه او ستونزې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د وزارت له رهبرۍ یې د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

سې شنبه:

۱- د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان اسلامي امارت د ویاند، ښاغلي ذبیح الله مجاهد په ملتیا د کندهار د درملو جوړونې سترې فابریکې (سنوفارما ) له چارو، تولیداتو او د بېلا بېلو برخو له فعالیت څخه لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د یادې فابریکي د ټولو برخو له چارو څخه د نږدې لیدنې ترڅنګ د نوموړې فابریکې مسؤلینو د خپلو تخنیکي او مسلکي فعالیتونو اړوند معلومات وړاندې کړل.

۲- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد کندهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مجاهد روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په خپل کاري دفتر کې د عزیزي خیریه بنسټ له رئیس، ښاغلي عزت الله نیازمند سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عزیزي خیریه بنسټ له لوري د یو روغتون د جوړېدو په اړه، چې د ۶۲۷ بسترونو په درلودلو سره به په وړیا توګه د سرطان درملنې، نسايي ولادي او ګڼو نورو روغتیايي څانګو کې هېوادوالو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د جوړېدو چارې پیل شي بحث او خبرې ترسره شوې.

چهارشنبه:

۱- د لوګر ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په مرکز پل علم ښار کې د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند، له یو شمېر کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې یې دوه کتنځایونه د قانوني جواز د نه شتون له امله وتړل شول.

۲- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون له روغتیايي خدمتونو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په ملتیا د بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون له بېلابېلو روغتیايي څانګو لیدنه ترسره او د یاد روغتون کارکوونکو ته یې د غوره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

۳- د کندهار ولایت عامې روغتیا ریاست، د محیطي روغتیا آمریت او یو شمېر نورو ادارو د مسؤلینو له لوري د کندهار ښار اړوند، د بېلا بېلو سیمو له یو شمېر خصوصي درملتونونو څخه ۵۰ ټنه له نېټې تېر شوي بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل شول.

پنجشنبه:

۱- د جوزجان ولایت عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د اقچې ولسوالۍ له ګڼ شمېر خصوصي لابراتوارونو او کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو، چې په پایله کې يې یو شمېر لابراتوارونه او کتنځایونه د قانوني جواز د نه تمدید کولو له امله وتړل شول.

۲- د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري په دې ولایت کې له ۱۰  خصوصي کتنځایونو او یو کلینیک څخه نظارت ترسره شو.

د یاد نظارت په ترڅ کې د خصوصي کتنځایونو مسؤلینو ته سپارښتنې وشوي؛ ترڅو د نسخو په لیکلو کې پاملرنه وکړي او د شفري نسخو له لیکلو څخه ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.