د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: د ځینو کانټراسټ (Contrast) انجکشني درملو د نه کارونې په اړه!

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د لومړۍ شمېرې خبرداري پر بنسټ، د GE Healthcare Ireland Limited شرکت له لوري تولید شوي د ACCUPAQUE (Iohexol)، VISIPAQUE (Iodixanol) او OMNIPAQUE (Iohexol) انجکشني کانټراسټ درملو ځینې بېچونه د جدي کیفیتي ستونزې له امله د ناروغانو روغتیا ته خطر پېښولی شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې د یادو درملو د ۱۰۰ ملي لیتري پلاستیکي بوتلونو په ځینو بېچونو کې فلزي ذرات موندل شوي، چې د تزریق پر مهال د وینې جریان ته د داخلېدو په صورت کې د رګونو بندښت، د تنفسي ستونزو، د زړه او دماغې سکتې، د بدن د غړو زیان او آن د ناروغ د مړینې لامل کېدای شي.

له همدې امله، له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو، تشخیصيه او رادیولوژي مرکزونو، درملتونونو، واردوونکو او اړوندو روغتیايي بنسټونو څخه غوښتنه کېږي، چې د روغتیا نړیوال سازمان په خبرداري کې د ذکر شویو اغېزمنو بېچونو له کارولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي، موجودې زېرمې وڅېړي، د شکمنو محصولاتو له وېش او کارونې مخنیوی وکړي او د اړتیا په صورت کې یې اړوندو مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د ناروغانو د روغتیا او خوندیتوب د خوندي کولو په موخه د دې موضوع جدي څارنه کوي او له ټولو اړوندو بنسټونو څخه غواړي چې د یادې خبرتیا له لارښوونو سره سم کړنې تر سره کړي.

یادونه: د پورته ذکر شويو درملو لېست د لاندې لېنک له لارې موندلای شئ:

https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-07/n1_2026_contrast-media_en.pdf

 

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

د اکمال تخصص لوی رياست خبرتيا!

موضوع: له هېواده بهر (خارج مرز) متخصصو ډاکټرانو د سویې ټاکنې ازموینه!

هغو محترمو ډاکټرانو ته چې اسناد یې له هېواد څخه بهر د اسنادو د ارزونې کمېټې له لوري ارزول شوي او د سویې ټاکنې په . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۵:۴۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتیا وزارت د تخصص پروګرام د ټرېني ډاکټرانو د مقررۍ او اسنادو د طی مراحل په اړه، چې د ۱۴۰۵‌ کال بستونو کې په مرکزي او ولایتي روغتونونو کې شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۹:۲۶
Background image

د شکایتونو ثبت!

د عامې روغتیا وزارت اړوند جامع (Comprehensive) لومړي پړاو تحریري ازموینې ګډونوال، که د ازموینې په تړاو شکایت لري، خپل شکایت دې تر پنجشنبې ورځې (وږي۱۹مې) نېټې پورې د مل لینک له طریقه د . . .

Back to announcements