د عامې روغتیا وزارت خبرتیا!

rasooli_admin
moph

موضوع: د JAKAVI (Ruxolitinib) تقلبي درملو د نه کارونې په اړه

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۲۰۲۶ کال د دویمې شمېرې خبرداري پر بنسټ، د JAKAVI (Ruxolitinib) درې بېچه جعلي (تقلبي) درمل په ایران، ترکیه او روسیه کې پېژندل شوي او یاد سازمان ته یې راپور ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې دغه جعلي درمل د انلاین پلور له لارې او لږ تر لږه په یوه مورد کې د درملتون له لارې ناروغانو ته رسېدلي دي. JAKAVI (Ruxolitinib) د انکولوژۍ اړوند درمل دي چې د وینې د ځینو جدي ناروغیو او همدارنګه د بنسټیزو حجرو (Stem Cell) له پیوند وروسته د رامنځته کېدونکو ځینو عوارضو د درملنې لپاره کارول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه محصولات جعلي (Falsified) بللي، ځکه د دې درملو هویت، ترکیب او اصلي سرچینه په قصدي ډول ناسمه معرفي شوې ده. همدارنګه، اصلي تولیدوونکي شرکت Novartis تأیید کړې چې لاندې بېچ نمبرونه د دوی له اصلي محصولاتو سره تړاو نه لري او ټول هغه درمل چې دغه بچ نمبرونه ولري، جعلي ګڼل کېږي:

JAKAVI (Ruxolitinib) 20mg – Batch No: AVT50 – د ختمېدو نېټه: 2028/12

JAKAVI (Ruxolitinib) 15mg – Batch No: FNR06 – د ختمېدو نېټه: 2027/07

JAKAVI (Ruxolitinib) 15mg – Batch No: SGL04 – د ختمېدو نېټه: 2028/11

د ترسره شویو لابراتواري ازموینو له مخې، د AVT50 بچ لرونکی JAKAVI 20mg د خپل اصلي مؤثرې درملیزې مادې (Ruxolitinib) څخه بې‌ برخې دی، چې له امله یې درملنه بې‌اغېزې کېږي، د ناروغۍ د پرمختګ خطر زیاتېږي او د ناروغانو ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ کېدای شي.

له همدې امله، له ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو، درملتونونو، درملو واردوونکو، عمده پلورونکو او نورو اړوندو روغتیايي بنسټونو څخه غوښتنه کېږي چې د یادو بېچ لرونکو درملو له پېر، وېش او کارونې څخه په کلکه ډډه وکړي، خپلې موجودې زېرمې وڅېړي، د شکمنو محصولاتو له وېش څخه مخنیوی وکړي او د موندنې په صورت کې یې سمدستي اړوندو مسؤلو ادارو ته راپور ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د ناروغانو د روغتیا او خوندیتوب د تأمين په موخه د دې موضوع جدي څارنه کوي او له ټولو اړوندو بنسټونو څخه غواړي چې د دې خبرتیا لارښوونې په بشپړ ډول عملي کړي.

يادونه: د پورته ذکر شويو درملو لېست د لاندې لينک له لارې موندلای شئ.

https://moph.gov.af/sites/default/files/2026-07/n2_2026_jakavi_en.pdf

 

Latest announcements

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د غزني حوزوي روغتون د جدي پاملرنې (ICU) برخې لپاره یو شمېر مسلکي بستونه د NTA معاشاتو د نورم مطابق اعلان ته سپارلي دي.

په شرایطو برابر کسان کولای شي خپله (CV)  د ۱۴ . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۱:۴۱
Background image

خبرتیا!

موضوع: د عامې روغتيا وزارت اړوند د الشفا روغتون خالي بستونو د شارټ لېست په اړه!

د  تحریري او تقریري ازموینو/ شارټ لېست په پاېلو د نه قناعت په صورت کې کولای شئ چې د  درې کاري ورځو په . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

خبرتیا!

موضوع: د پکتیا ولایت حوزوي روغتون ته د عامې روغتیا وزارت، د سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیايي ټیم سفر.

د پکتیا ولایت ټولو درنو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت، د سترګو . . .

Back to announcements