د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص برنامې د ټرینر متخصصینو ۲۰۸ خالي بستونو لپاره د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۶ - ۱۱:۴۰
moph

یاده ازموینه د ازموینو ملي ادارې له لوري د اکمال تخصص ریاست مسلکي کمېټې په مرسته  د ۴۴۴ تنو متخصصینو څخه د داخله او جراحي پرنسیپونو  په ۲۳ تخصصي څانګو کې  واخیستل شوه، چې موخه یې د تخصص بشپړولو برنامې د ټرینر متخصصینو خالي بستونو ته د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د ټرینرانو ګمارل دي کوم چې د اکمال تخصص ریاست د پلان سره سم د ټریني ډاکټرانو د روزنې وړتیا ولري.

د یادونې وړ ده، چې د یادې ازموینې پاتې برخه (عملي برخه) به هم په شفاف ډول ترسره شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۶:۰
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت په (بیړنیو حالاتو کې د خلکو رواني روغتیا) تر شعار لاندې د عامه پوهاوي غونډه تر سره کړه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت مرکزي رئیسانو، د روغتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ د عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د شپږو ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۱ - ۱۴:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي د ISLAMIC RELIEF مؤسسې له لوري د تمویلونکي روغتیايي مرکز له فعالیتونو څخه نظارت تر سره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د. . .

BACK TO NEWS