د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هاضمي جهاز انډوسکوپي ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ!!!

ټولو هغو ډاکټرانو ته چې د هاضمي سیسټم انډوسکوپي ازموینې لپاره یې نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کیږي، چې د محترمو نوماندانو اسناد د هاضمي سیسټم انډوسکوپي کمېټې لخوا ارزول شوي او د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست له لوري هغو کسانو ته چې د ازموینې وړ دي د تائید برېښنالیک لیږل شوی دی، په شرایطو برابرو نوماندانو څخه به تحریري ازموینه د 4/6/1404 نېټه سې شنبې ورځ د غرمې په 12:00 بجو د وزیر محمد اکبر خان روغتون په تالار کې اخیستل کېږي.

یادونه: له ټولو محترمو نوماندانو څخه غوښتنه کیږي، چې د ازموینې پرمهال د بریښنایي وسایلو له کارولو څخه ډډه وکړي او په ټاکل شوي وخت کې د ازموینې ځای ته حاضر شي، که نه نو وروسته مسؤلیت به پخپله د نوماندانو په غاړه وي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۲
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتيا!

د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینري ازموینې درنو نوماندانو ته خبر ورکول کېږي، چې د د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص پروګرام د ټرینرۍ ازموینه به د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۲:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د اکمال تخصص د ټرینرۍ ازموینې محترمو نوماندانو د پام وړ:

ټاکل شوې ده چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د اکمال تخصص ټرینرۍ ازموینه، د ازموینو ملي ادارې په همکارۍ واخیستل شي. هغه متخصصین چې د یادې . . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۴۶
Background image

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

د طب پوهنځیو فارغانو د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!

بشپړ معلومات په لاندې لینک کې : 

https://nexa.gov.af/fa/candidate/13/search

Back to announcements