د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
د عمومي داخلې او فامیلي میډیسن متخصصینو د پام وړ!
د FMIC روغتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال لپاره د خپل تخصصې پروګرام په ترڅ کې غواړي د نيورولوژي څانګه کې دوه تنه ټريني ډاکټران جذب کړي.
د عمومي داخله څانګې، فامیلي میډیسن او هغه ډاکټران چې د عمومي داخلې څانګې د درېیم او څلورم کال ټريني وي او غواړي په یادې رشته کې تخصص وکړي، د نومليکنې لپاره کولای شي لاندې برېښنالیک ته د ۱۴۰۴ هـ ش د حوت میاشتې له ۷ مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۷/۹/۹ نېټې سره سمون لري، تر ۱۴۰۴ هـ ش کال د حوت میاشتې د ۱۲ نېټې پورې چې ۱۴۴۷/۹/۱۴ نېټې سره سمون لري خپل اړین اسناد ولیږي.
برېښناليک: PGME@fmic.org.af
اړین اسناد:
۱- خلص سوانح
۲- د MD سند
۳- د تخصص سند (که متخصص وي)
۴- د تابعیت تذکره
۵- سافټ عکس ۳/۴
یادونه: د اړتیا پر مهال د اکمال تخصص لوی ریاست سره په دې (0788209637) شمېره اړيکه ونیسئ، یا هم پیغام واستوئ.
