د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د هېواد د درملو او روغتیايي محصولاتو د ۲۲ تولیدوونکو فابریکو له مسؤلینو سره مشورتي ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۵۱
moph

دا ناسته د خوړو او درملو معینیت په تالار کې تر سره شوه، چې د درملو برخې رئیسانو، د خوړو او درملو معینیت تخنیکي مشاورینو او د تولیدي فابریکو مسؤلینو په کې شتون درلود او د هېواد د درملو جوړونې صنعت پر اوسني وضعیت، شته تولیدي ظرفیتونو، د کورنیو تولیداتو د ودې او پراختیا پر لارو چارو، پر وارداتو د اتکا کمولو او د اساسي درملو په تولید کې ځان ‌بسیاینې ته د رسېدو په اړه په کې بحث او خبرې تر سره شوې.

د خوړو او درملو مرستیال، د افغانستان ا.ا. له لوري د کورنیو تولیداتو پر هر اړخیز ملاتړ ټینګار وکړ او د فابریکو مسؤلین یې د محصولاتو کیفیت لوړولو، د نړیوالو معیارونو پلي کولو او د GMP تصدیق پاڼو ترلاسه کولو لپاره وهڅول او ویې ویل: د کورنیو تولیداتو معیاري کول د سالمې سیالۍ، د مصرفوونکو د باور زیاتوالي او د کورنیو او بهرنیو بازارونو د پراختیا زمینه برابروي.

همداراز، په دې ناسته کې د کورنیو فابریکو تولیدي ظرفیتونه وارزول شول او هغه اقلام وپېژندل شول، چې کورني تولیدوونکي یې د تولید او برابرولو وړتیا لري او کولای شي هېواد د درملو د اړتیاوو په یوه د پام وړ برخه کې ځان ‌بسیاینې ته ورسوي.

بل لور، د تولیدي فابریکو مسؤلینو د هېواد د درملو جوړونې صنعت د ودې لپاره د ا.ا. او د خوړو او درملو معینیت له ملاتړ، اسانتیاوو او تشویقي پالیسیو څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، چې په تېرو کلونو کې د کورنیو تولیداتو ونډه د درملو او روغتیايي محصولاتو په بازار کې له ۵ سلنې کمه وه، خو د حکومت د دوامدار ملاتړ په پایله کې دا ونډه اوس تر ۴۰ سلنې زیاته شوې ده.

دغه راز د تولیدي فابریکو مسؤلینو ډاډ ورکړ، چې د درملو د یو شمېر اقلامو په برخه کې بشپړ کورنی تولیدي ظرفیت موجود دی او د هېواد فابریکې کولای شي د کورني بازار اړتیاوې پوره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۳۳
Background image

د عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه مدرسې زده کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې رياست اړوند، ابن سينا د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې په کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست د روزنیزو اړتیاوو ارزونې (TNA) همغږۍ او معلوماتي ډیټابېس مدیریت په اړه دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

دغه روزنیز ورکشاپ چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) په مالي ملاتړ جوړ شوی و، په کې د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ظرفیت لوړونې عمومي مدیرانو او د کارکوونکو چارو مدیرانو ګډون کړی و. د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۴ - ۱۴:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس په فراه ولایت کې د روغتیا برخې تطبیق کوونکو مؤسسو له استازو سره ناسته تر سره کړه

دغه ناسته د همغږۍ پیاوړتیا، د روغتیايي فعالیتونو د بهیر ارزونې او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني، د فراه ولایت د. . .

BACK TO NEWS