د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د پاکستان د درملو جوړولو اتحادیې او د درملو تنظیم ادارې له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۰:۱۴
moph

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت خوړو او درملو مرستیال او مل تخنیکي ټیم، د پاکستان د درملو تنظیم ادارې (DRAP) رئیس عبیدالله ملک، مل پلاوي او د درملو جوړولو اتحادیې مسؤلینو شتون درلود، چې په کې د درملو تنظیم او کنټرول برخه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ هوکړه لیک، د تنظیمي پروسو چټکتیا په موخه د یو ډیجیټلي سیسټم رامنځته کېدو او د شته ستونزو حل لپاره د دواړو خواوو له لوري د استازو معرفي کېدو اړوند خبرې ترسره شوې.

ښاغلي مرستیال، ګډونوالو ته د هرکلي تر څنګ له پاکستان هېواد څخه د واردېدونکو درملو او خوراکي توکو پر کیفیت ټینګار وکړ او دا یې روغتیا سکټور کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ برخه کې مهم وباله.

بل لور د پاکستان د درملو تنظیم ادارې رئیس، د خوړو او درملو معینیت څخه د یادې ناستې برابرولو په موخه د مننې ترڅنګ، په ذکر شویو موضوعات بحث د دواړو هېوادونو په ګټه وباله او د دوه اړخیزې همکارۍ ژمنه یې وکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۶:۷
Background image

د ابن سینا صدري، ملالۍ، رواني روغتیا، کیور او نور IAM په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ درېیم پړاو نظارت ترسره شو

دا نظارت د اکمال تخصص پروګرام د نیمګړتیاوو او متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو حل په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند د عملیاتي ریاست د نظارتي ټیمونو له لوري د ابن سینا صدري،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د اقاخان خیریه بنسټ له لوري د تخار ولایتي روغتون سره د شاوخوا یو نیم میلیون افغانیو په ارزښت د ۷۶ قلمه اړینو درملو مرسته وشوه

دغه درمل د تخار عامې روغتیا رئیس مولوي شیخ میر صدام، د آقاخان خیریه بنسټ مسؤلینو او د ولایتي روغتون د استازو په شتون کې یاد روغتون ته وسپارل شول.

د تخار ولایت د عامې روغتیا رئیس د. . .

BACK TO NEWS