د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د لاسته راوړنو، وروستیو پرمختګونو او د حلالو محصولاتو د ارزونې پلاوي د معرفي کولو په موخه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۲:۱۳
MOPH

دغه غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي تر مشرۍ لاندې، د وزارت د محترمو معینانو، مرکزي رئیسانو، مشاورینو او د بېلابېلو برخو د متخصصینو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د خوړو او درملو معینیت د بېلابېلو برخو د لاسته راوړنو او پلانونو لکه د عنعنوي او بدیل طبابت پراختیا، د درملتونونو سروې او بیا ثبت، د کاري پروسو ډیجیټلي کول او د اړیکو مرکز فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د حلالو محصولاتو د ارزونې هغه پلاوی چې په دې وروستیو کې د خوړو او درملو معینیت په چوکاټ کې ټاکل شوی او د افغانستان ا.ا. د ریاست‌الوزراء عالي مقام له لوري یې منظوري ترلاسه کړې ده، معرفي شو. دغه پلاوی د محصولاتو د حلال ‌والي د پلټنې او ارزونې او له حلالو معیارونو سره د هغوی د مطابقت ډاډ ترلاسه کولو مسؤلیت لري، چې په دې برخه کې د یاد پلاوي د فعالیتونو د موخو او اهمیت په اړه هم معلومات وړاندې شول.

د غونډې په پای کې د لا زیاتې همغږۍ پر پیاوړتیا، د کاري بهیرونو پر ښه والي او د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو په برخه کې د شفافو او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS