د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ.

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۵
moph

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین سره لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د لوګر د عامې روغتیا ریاست، عمومي روغتون، د خوړو او درملو آمریت او د دغه ولایت له یو شمېر روغتیايي برخو څخه لیدنه وکړه.

 د دغو لیدنو پر مهال د روغتیايي خدمتونو وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو څرنګوالی او شته ستونزې و ارزول شوې او د خدمتونو د کیفیت ښه والي او د خلکو د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته د روغتیايي خدمتونو ښه والي او اغېزمنتیا په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې او د ستونزو پر ګډ حل، خلکو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او په شفافو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۰:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ.

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني د یوه تخنیکي ټیم په ملتیا لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له مرستیال والي، شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین سره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۵۲
Background image

د سنبلې میاشتې له یو شمېر مهمو فعالیتونو څخه

د عامې روغتیا وزارت له لوري څه باندې ۹۰ میلیونه افغانیو په ارزښت کونړ ته ۱۱۱ قلمه، نورستان ته ۲۴۹ قلمه، پکتیا ته ۲۴ قلمه، تخار ته ۱۶ قلمه، بلخ ته ۵۷ قلمه، غور ته ۱۵ قلمه، کندز ته ۶۰ قلم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۹:۴۳
Background image

د سنبلې میاشتې یو شمېر مهم فعالیتونه:

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ٢٩٩ میلیونو افغانیو په ارزښت په کابل کې د یو ٣٠ بستریز روغتون، ننګرهار کې د ولسوالۍ د کچې یو عمومي او یو ٥٠ بستریز روغتون، بلخ کې د یو ٥٠ بستریز روغتون او. . .

BACK TO NEWS