د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم فراه ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي ملا محمد حافظ مجاهد سره لیدنه وکړه
د دې لیدنې پر مهال چې د فراه عامې روغتیا ریاست يو شمېر مسؤلینو هم شتون درلود، د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو حل په اړه خبرې وشوې؛ د فراه والي یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.
دغه راز، د داخلي تفتیش رئیس د فراه د والي له همکارۍ څخه مننه وکړه او ویې وویل: د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د فراه ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د فراه عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد ولي احمدزي او يو شمېر نورو مسؤلینو په ملتيا د فراه عامې روغتیا ریاست، د خوړو او درملو امریت او عمومي روغتون څخه هم ليدنې ترسره، شته ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ ترڅو د خدماتو کیفیت لا ښه او اغېزمن شي.
