د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس په غزني کې د روغتیايي خدماتو د ښه والي په اړه خبرې وکړې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۰:۹
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د داخلي تفتیش رئیس، مولوي محمد سلیم حقاني او مل تخنیکي ټیم غزني ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي مولوي عبدالصمد جاويد سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د روغتیایي خدماتو ښه والي او شته ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې، د غزني والي مولوي عبدالصمد جاويد ژمنه وکړه، چې ولایتي اداره به له مرکزي ادارې سره په ګډه د روغتیا برخې پیاوړتیا لپاره هلې ځلې کوي او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت مسؤلینو دا ډول سفرونه د ستونزو د حل او اسانتیاوو رامنځته کېدو لپاره مهم دي.

د داخلي تفتیش رئیس وویل، د روغتیایي خدماتو ښه والي په موخه به هر راز ستونزې په ګډه حلوي او هڅه کوي چې د غزني ولایت وضعیت ته په کتو روغتیا برخه کې د پام وړ بدلونونه راولي؛ تر څو خلکو ته لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

د یادونې وړ ده، چې یاد پلاوي د غزني عامې روغتیا ریاست د خوړو او درملو امریت او ځینو نورو روغتیایي برخو څخه هم ليدنې ترسره، شته ستونزې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې؛ ترڅو د خدماتو کیفیت لا ښه او اغېزمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS