د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۱۴:۵۹
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونونو له بهیر څخه په ګډ نظارت، د ولسوالیو په کچه روغتونونو جوړېدو برخه کې د چارو په چټکتیا، د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت ترمنځ په ځینو برخو کې د ګډ هوکړه لیک، نیمه پاتې پروژو د کارونو په تکمیل، لا زیاتې همغږۍ او ګڼو نورو موضوعاتو اړوند په کې بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، د پورته ذکر شویو موضوعاتو برخه کې بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې، ترڅو په یادو برخو کې لازمې چارې په ټاکلي وخت او سمه توګه ترسره شي.

دغه راز، د روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغه مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو چې په اړه یې پر ټاکلي وخت اجراات وشي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵
Background image

د پولیو وضعیت او د رسنیو رول په اړه د خبریالانو او سکتوري ادارو د ویندویانو لپاره معلوماتي او روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې ورکشاپ کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس ډاکټر عبدالقدوس. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه. . .

BACK TO NEWS