د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي شمال غرب ولایتونو ته د روغتیایي وضعیت ارزونې په موخه سفر تر سره کړ
د دې سفر په ترڅ کې یې د سمنګان د عامې روغتيا رئيس، مولوي لطف الله حبیبي سره ليدنه تر سره او له ولایتي روغتون او د خصوصي سکتور اړوند له یو شمېر روغتیايي مرکزونو او روغتونونو څخه یې نظارتونه وکړل.
دغه راز، د دې نظارتونو په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت، د ناروغانو د خدمتونو بهیر، د روغتیايي کارکوونکو شتون، کاري نظم، د درملو او طبي تجهیزاتو وضعیت، لابراتوارونو، حفظالصحې، د انتاناتو د کنټرول اصولو، د ثبت او راپور ورکولو سیستم او د روغتونونو عمومي وضعیت د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم وارزول شول.
همداراز، د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، ساري ناروغیو د کنټرول اصولو د رعایت، د موجوده امکاناتو څخه د اغېزمنې ګټې اخیستنې او مراجعینو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.
