د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي کارکوونکو لپاره د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو روزنیز ورکشاپ ترسره کړ

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۵:۲۴
moph

د عامې روغتیا وزارت د عامې روغتیا زده‌کړو ریاست او د افغانستان عامې روغتیا ملي انسټیټیوټ له لوري د استقلال او رواني روغتیا روغتونونو ۳۲ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو زده کړې اوونیز ورکشاپ ترسره شو

دغه روزنیز ورکشاپ د روغتیايي کارکوونکو د پوهې لوړولو او د مدیریت او عامې روغتیا اخلاقي اصولو برخه کې د هغوی د مسلکي وړتیاوو پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، چې په کې د مدیریت بنسټونه، اداري مدیریت، راپور لیکنه، د کاري ټیم جوړول، اغېزمنه اړیکه (مفاهمه)، د کثافاتو مدیریت، د عامې روغتیا بنسټیز اصول، د عامې روغتیا اخلاقيات، د روغتیا ترویج او له ناروغانو سره د روغتیايي کارکوونکو مناسب چلند د مجربو او مسلکي استادانو له لوري تدریس شول.

د پروګرام په پای کې ګډونوالو ته تصدیق‌ پاڼې ورکړل شوې او ترې وغوښتل شول، چې خپلې زده کړې په کاري چاپېریال کې عملي کړي؛ ترڅو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو، د مسلکي اخلاقو مراعاتولو او مراجعینو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو برخه کې اغېزمن او رغنده رول ولوبوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۶:۸
Background image

له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ او پياوړتيا په موخه د سنوفارما فابریکې څخه لیدنه وشوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د یوه پلاوي په ملتیا د سنوفارما د درملو تولیدي فابریکې څخه لیدنه وکړه.. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS