د عامې روغتیا وزارت د سترګو ناروغیو درملنې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خبرتیا!

rasooli_admin
moph

د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ړوندوالي کچې د راټیټولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د سترګو د روغتیا ساتنې ګرځنده روغتیايي ټیمونه بې وزله خلکو ته په وړیا توګه د سترګو برخه کې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، چې دا پروژه د افغانستان اسلامي امارت د پراختیايي بودیجې له لارې تمویلیږي.

په همدې اساس دغه اداره غواړي، چې د ۵ /۰۳/ ۱۴۰۴ نېټې څخه تر ۱۵/ ۰۳/ ۱۴۰۴ نېټې پورې خپل ګرځنده روغتیايي ټیمونه چې په اړینو طبي وسایلو او درملو سمبال دي، پکتیا ولایت ته واستوي؛ ترڅو لاندې روغتیايي خدمات ترسره کړي.

- ۱۵۰ تنو ته د سترګو د کترکت پردې عملیاتونه ترسره کول

- ۳۵۰ عدده د نږدې لید عینکو ویش

- د ځینو سراپا ناروغانو، چې شمېر یې له ۳۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ تنو رسېږي درملنه او د درملو په برخه کې ورته اړینې لارښوونې ترسره کول.

نو له همدې امله هغه هېوادوال چې په پکتیا ولایت کې ژوند کوي او د سترګو په روغتیايي ستونزو اخته دي خبر ورکول کېږي، چې په ذکر شوې نېټې مراجعه وکړي؛ ترڅو د ګرځنده روغتیايي ټیمونو له لوري ورته په وړیا توګه روغتیايي خدمات وړاندې او درملنه یې وشي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست خبرتیا!

موضوع: د هغو کسانو د نوم‌لیکنې او ازموینې د اعلان په اړه چې له هېواد څخه بهر یې زده کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست د خپل کاري پلان له مخې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د وینې مرکزي بانک خبرتیا!

د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.

درنو هېوادوالو!

که . . .

Back to announcements