د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو او نشراتي چارو د ښه والي، لا پیاوړتیا او ښې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۵ - ۲۱:۳۲
NNN

په دې ناسته کې چې نن پنجشنبه د رجب المرجب میاشتې په دیارلسمه نېټه ترسره شوه د عامې روغتیا وزارت ویاند، ښاغلي ډاکټر شرافت زمان امر د نشراتو او عامه اړیکو امر، ښاغلي رحمت الله مؤمن او د دې دفتر کارکوونکو ګډون کړی و. په دې ناسته کې د نشراتو او عامه اړیکو د پیاوړتیا، راتلونکو پلانونو، له رسنیو سره د همکارۍ او لا ښې همغږۍ په اړه پرزنټېشن وړاندې او د رسنیزو او نشراتي لارو څخه د هېواد نیږدې او لرې پرتو سیمو ته د عامه پوهاوي اړوند د پیغامونو او معلوماتو د خپرولو او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.