د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذيې رئیس او مل پلاوي د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د تغذيې خدماتو څخه د لیدنې او ارزونی په موخه ننګرهار او کونړ  ولایتونو ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۴:۳۲
MOPH

د دې سفر په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي، چې تخنیکي ټیم یې ملتیا کوله، د ننګرهار ولایت اړوند د ټولو هغو مؤسسو له مسؤلینو سره، چې په دغه ولایت کې د تغذیې برخې روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي بېړنۍ ناسته تر سره کړه.

یاده ناسته چې د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د غونډو په تالار کې تر سره شوه، په کې د ټولو مؤسسو مسؤلینو د تغذیې خدماتو په برخه کې د خپلو وړاندې شویو فعالیتونو راپورونه شریک او د عامه تغذیې رئیس ټینګار وکړ، چې په داسې بېړنیو حالاتو کې باید د عامه تغذیې اړوند خدمتونه پیاوړي او زیانمنو شویو هېوادوالو ته په پوره اخلاص او صداقت خدمات وړاندې کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS