د عامې روغتیا وزارت د عدلي طب رئیس، مولوي نجیب الله فاروقي او مل تخنیکي ټیم له زلزله ځپلو سره د همکارۍ په موخه ختیځو ولایتونو ته سفر ترسره کړ

یاد سفر چې موخه یې له زلزله ځپلو سره همکاري ده، په کې مولوي نجیب الله فاروقي د کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو روغتیایي مرکزونو کې د اړینو عدلي خدماتو او اړتیاوو ارزونه وکړ، له زلزله ځپلو سره په هر راز مرستو ټینګار وکړ او د عدلي طب خدماتو برخه کې یې د ټولو اسانتیاوو برابرولو ډاډ څرګند کړ؛ ترڅو د زلزله ځپلو هر راز ستونزې حل شي.