د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د خپل تخنیکي ټیم سره یوځای د هېواد پنځو ولایتونو ته سفر وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۷ - ۱۲:۴۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، انجنیر احمد جاوید وفا او مل تخنیکي ټیم بغلان، سمنګان، بلخ، کندز او تخار ولایتونو ته د رسمي سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره لیدنې ترسره کړې.

په دې لیدنو کې ذکر شویو ولایتونو کې د شبکې زېربنا سروې او د لیزلاین تطبیق او معلوماتي ټکنالوژۍ برخه کې د دوی ستونزو او وړاندیزونو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د دې سفر په ترڅ کې همداراز، د شبکې زېربنا د بشپړې سروې لپاره د عامې روغتیا ولایتي ریاستونو، سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو ودانۍ وکتل شوې او د لیزلاینونو د تطبیق په موخه هم سروې ترسره شوه، د معلوماتي ټکنالوژۍ په ځانګړې توګه د انټرنیټ او امنیتي کمرو برخه کې د دوی ستونزې د تخنیکي متخصصینو له لوري په نښه او عملاً حل شوې.

سربیره پردې، د ولایتي مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل شول او د تخنیکي ټیم لخوا ورسره منطقي حل لارې شریکې شوې.

د یادونې وړ ده، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ زیربنا یا Information technology Infrastructure د معلوماتي ټکنالوژي وسایلو یوې ټولګې ته ویل کېږي، چې د معلوماتي سیسټمونو او ډیجیټل خدماتو ملاتړ لپاره کارول کېږي.

همداراز، د ټکنالوژۍ زیربنا کولای شي د نوي ډیجیټل نوښت او بدلون ملاتړ وکړي.

برسېره پر دې، لیزلاین د روغتیا سکټور لپاره یوه ځانګړې او محرمه شبکه ده، چې له خنډ پرته په چټکه توګه د مرکز له منابعو څخه ولایتونو ته او له ولایتونو څخه مرکز ته د معلوماتو کارولو اجازه ورکوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS