د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د GP مؤسسې له لوري د تمویلېدونکي روغتیایي مرکز څخه نظارت ترسره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۵:۱۷
moph

یاد نظارت، چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د کابل ولایت ۱۳مې ناحیه، اتفاق شهرک کې له اساسي روغتیایي مرکز (BHC) څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

دغه راز، د نظارت رئیس د پروژې مسولینو ته وویل، چې له عامې روغتیا وزارت سره د شوې هوکړې له مخې معیاري او باکیفیته خدمات وړاندې کړي او روغتیايي کارکوونکو ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې برخو کې لا زیاتې هڅې وکړي؛ تر څو خلکو ته لازم خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې د GP مؤسسه د کابل ولایت ۱۳مې ناحیه، اتفاق شهرک اساسي روغتیایي مرکز (BHC) کې د مور او ماشوم د روغتیا، سوء تغذيې او OPD برخو کې د خدماتو وړاندې کولو مسؤلیت لري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۷
Background image

د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون

د عامې روغتیا وزارت اړوند د خیرخانې ۱۰۲ بستریز روغتون د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې موقعیت لري او عامو خلکو ته بېلا بېلو برخو کې تخصصي روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

دغه روغتون د داخل. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۵:۱
Background image

د زابل ولایت د شملزایي ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې د مسؤلینو او ۱۰ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۴:۵۶
Background image

هلمند ولایت کې ۱۲۵ ټنه له نېټې تېر شوي درمل او خوراکي توکي له منځه یوړل شول

یاد توکي چې د تېرو ۹ میاشتو په ترڅ کې د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د مرکز او ولسوالیو څخه راټول شوي وو، د هلمند ولایت د عامې روغتیا ریاست، د ولایت مقام، د چاپېریال. . .

BACK TO NEWS