د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس له بدخشان ولایت څخه د روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۲۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم بدخشان ولایت ته د سفر په ترڅ کې له دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

یاد نظارت چې موخه یې د هېواد په دولتي او خصوصي روغتونونو کې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او د چارو شفافیت دی، په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم د بدخشان ولایت یو شمېر ولسوالیو کې له روغتیایي مرکزونو څخه لیدنه وکړه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او د حل په موخه یې له اړوندو مسؤلینو سره شریکې کړې.

ښاغلي رئیس دغه راز، روغتیایي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې، چې د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او درملنې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۳
Background image

کابل کې د خصوصي روغتونونو لپاره د ملي اعتبار ورکولو او درجه بندۍ معیارونو پلي کولو په موخه د پوهاوي لوړولو درې ورځنی روزنیز سیمنار پیل شو

په دې روزنیز سیمنار کې د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د روغتیایي مرکزونو د اعتبار ورکولو ملي ادارې اجرائیوي رئیس مولوي سیف الله معاویه، د ملي اعتبار. . .

BACK TO NEWS