د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس له اتو ولایتونو سره د روغتیايي همغږۍ او اجراآتو د پیاوړتیا په موخه انلاین غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۵:۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو د روغتیا همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل‌ الهي عليزي د هرات، کندهار، هلمند، فراه، بادغیس، غور، ارزګان او نیمروز ولایتونو د عامې روغتیا له مسؤلینو سره انلاین غونډه ترسره کړه.

د غونډې موخه د مرکزي ریاست او ولایتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا، د شته ستونزو ارزونه او په ولایتي کچه د روغتیایي پروګرامونو د ښه پلي کېدو او پر وخت اجرااتو لپاره د لازمو تدابیرو نیول وو.

په یاده غونډه کې پر ټاکلي وخت چارو ته د رسېدنې او اغېزمنو اجرااتو لپار د یو کس ټاکل، له مرکز سره د عامې روغتیا ریاستونو د PHC غونډو د پرېکړو شریکولو، د اداري سلسلې مراعتولو، د لېږل شویو مکتوبونو پر وخت ځوابولو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د ولایتونو روغتیايي همغږۍ رئیس، ښاغلی فضل الهی علیزي ولایتي مسؤلینو سره د تعقیبي مکتوبونو اړوند خبرې ترسره او غوښتنه یې وکړه، چې پاتې مکتوبونه جدي وڅاري او اړوند ریاست سره یې شریک کړي.

همدارنګه، د ولایتونو د همغږۍ رئیس له ولایتي رئیسانو وغوښتل، چې د ارتوپیدي او اعصابو جراحي برخو کې د ناروغانو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي؛ تر څو اړمنو کسانو ته په ولایتونو کې اړین خدمات وړاندې او مرکز ته له تګ څخه خلاص شي.

په پای کې د ولایاتو مسؤلینو خپلې غوښتنې د ولایتونو روغتیايي همغږۍ ریاست سره شریکې کړې او ډاډ یې څرګند کړ چې شریک شویو موضوعاتو ته به پر وخت رسېدنه وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS