د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د تخار له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۸:۳۸
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال د تخار له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او ورسره مل پلاوي تخار ته د خپل سفر په ترڅ کې د تخار له ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پاليسۍ او پلان مرستيال په دغه روغتون کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو حالت له نږدې وارزوه او روغتيايي مسوولينو ته يې لارښوونه وکړه چې د اړمنو کسانو روغتيايي حالت ته د رسیدګۍ برخه کې زياته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د دغه روغتون روغتيايي کارکوونکو خپلې ستونزې او وړانديزونه د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره شريک کړل او د دغه وزارت له مشرتابه څخه يې د حل غوښتنه وکړه، چې په اړه يې لازمې لارښوونې وشوې.

دغه راز ډاکتر غياثي په تخار ولايت کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د پلي کوونکو مؤسساتو له استازو سره وکتل او په دغه ولايت کې يې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو د ښه والي او د مېزلس واکسین د کمپاين پيلولو په باب خبرې وکړې.

همدارنګه، د پالیسۍ او پلان مرستیال د تخار ولایت له استازو او روغتیايي مسوولینو څخه وغوښتل چې دغه کمپاین ژر تر ژره پیل کړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۷/۲۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ملا عبدالقدیر نظیر د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د نوي رئیس په توګه وټاکل شو

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له لوري، چې د یاد وزارت یو شمېر نورو مسؤلینو او کارکوونکو هم شتون درلود، د یاد ریاست کارکوونکو ته ور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

BACK TO NEWS