د عامې روغتیا وزارت د پراختیايي پروژو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۵ - ۱۱:۱۲
moph

دغه غونډه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ، د مرکزي رئیسانو او پراختیايي پروژو د مسؤلینو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پراختیايي پروژو د بودجې پر منظم، شفاف او اغېزمن لګښت ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ځانګړې شوې بودجه باید د ټاکل شوي پلان او اړتیاوو له مخې، په سمه او مسؤلانه توګه ولګول شي. نوموړي همداراز، د مسؤلیتونو د ترسره کولو پر مهال د ژمنتیا او لازمې پاملرنې پر مراعاتولو ټینګار وکړ او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه، چې خپلې دندې او مسؤلیتونه په ښه او مطلوب ډول ترسره کړي.

همداراز، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکتر سید رسول منګل، د ۱۴۰۵ مالي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پراختیايي پروژو د بودجې د لګښتونو په اړه معلومات وړاندې کړل. نوموړي د ۱۴۰۵ مالي کال د منځنۍ ارزونې پر مهال د پراختیايي پروژو لپاره د اضافي بودجې د غوښتنې په اړه هم معلومات شریک کړل.

بل لور، د پراختیايي پروژو مسؤلینو د بودجې د لګښتونو، د فعالیتونو پرمختګ، په پروژو کې د شته ستونزو او ننګونو په اړه معلومات وړاندې او خپل وړاندیزونه یې د وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل.

د غونډې په پای کې د مسؤلینو ترمنځ پر لا زیاتې همغږۍ، د پروژو د تطبیق بهیر پر چټکتیا، د بودجې پر شفاف او اغېزمن لګښت او د شته ستونزو پر حل ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د بېلاروس د ایپیډیمولوژۍ او ناروغیو د کنټرول له مرکز څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ياد هېواد د روغتیا وزیر هودژایف الکساندر په ملتیا، د دغه هېواد د ایپیډیمولوژۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۱:۵۳
Background image

په سنبلې میاشت کې له ۳ زرو څخه د زیاتو درملو او روغتیايي محصولاتو نمونې د کیفیت له پلوه ارزول شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت اړوند د خوړو، درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ریاست د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د سنبلې په میاشت کې په ټوليزه توګه ۳۴۶۴ نمونې، چې ۳۳۱۸. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۰:۵۳
Background image

لغمان ولايت کې د ۱۶۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند کرنج سیمه کې د یوه اساسي روغتیايي مرکز د جوړولو چارې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ پیل شوې، چې په پنځو میاشتو کې به په اساسي او. . .

BACK TO NEWS