د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه د کابل ۱۵مه ناحیه کې له یو شمېر قصابيو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۹:۵۷
moph

په دغه نظارت کې د قصابانو د حفظ‌ الصحې وضعیت ارزونه وشوه؛ د نظافت، د وینې سم مدیریت، د خوندي جامو کارونې او د عامې روغتیا وزارت اوصولو مراعاتولو برخه کې لازمې سپارښتنې وشوې.

دغه راز، د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو د کانګو ناروغۍ د مخنیوي په موخه ۴۰۰ ښوونیز او معلوماتي پوسټرونه په مناسبو ځایونو کې نصب او د قصابیو مسؤلینو ته یې روغتیایي لارښوونې  هم وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره په تخصص پروګرام کې شاملو په شرایطو برابر نوماندانو څخه ازموینه واخیستل شوه

دغه ازموینه د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د ازموینې ملي ادارې د مسؤلینو په شتون کې واخیستل. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۱۹
Background image

د بلخ ابو علي سينا حوزوي روغتون کې د لومړي ځل لپاره د دماغي تومور جراحي عمليات په برياليتوب سره ترسره شول

د ياد روغتون د اعصابو جراحي څانګې مسؤلينو خبر ورکړ، چې د دماغ دننه (Intra-axial) تومور لومړني جراحي عمليات، چې د يوې ۱۲ کلنې نجلۍ د شديد سر درد، زړه بدوالي او د ليد کمښت لامل شوی و، په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۳:۵۹
Background image

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د درملو صنعتي پارک لپاره د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر پیل شو

د کابل ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ د خروټو کلي کې د درملو د صنعتي پارک د ځمکې د خط‌اندازۍ بهیر د کابل ولایت د اراضۍ ریاست او کادستر ټیم انجینرانو له لوري د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د اراضۍ. . .

BACK TO NEWS