د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت لسمه ناحیه کې له یو شمېر رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۴
MOPH

یاد نظارت چې موخه د خوراکي توکو خوندیتوب، د حفظ الصحې اصولو مراعتول او د چاپېریال پاکوالی دی، په ترڅ کې یې د رسټورانټونو مسؤلینو او کارکوونکو ته د روغتیایي لارښوونو، پوهاوي او حفظ الصحې مراعتولو په موخه درې ورځنی روزنیز ټریننګ ترسره او هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

دغه راز، په یاد نظارت کې د رسټورانټونو مسؤلینو او کارکوونکو ته د روغتیایي کارتونو اخیستلو او حفظ الصحې مراعتولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې، چې د نه مراعتولو په صورت کې به له قانوني چلند سره مخ شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۷
Background image

لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي او یو شمېر مسؤلینو په شتون کې پیل شو، چې په تطبیق سره به یې یادو ولایتونو کې تر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۲
Background image

له مرکز وروسته په ولایتونو کې هم له خصوصي او دولتي روغتونونو څخه د نظارت لړۍ دوام لري

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او. . .

BACK TO NEWS