د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د خوست عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۲
moph

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او تثبیت د مرکزي سیستم له معیارونو سره سم ترسره کېږي.

همدارنګه، د خوست عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت اړوند پرسونل ته د ډیټابیس سیستم عملي روزنه او د کارونې لارې چارې ور وښودل شوې؛ ترڅو د کارکوونکو مقرري، منفکي، استعفاوې او نور اداري بدلونونه په ډیجیټلي ډول ثبت او له مرکز سره شریک کړي.

د یاد سیستم په تطبیق سره به اداري چارې چټکې، شفافیت تضمین، د لګښتونو کچه راټېټه او رهبرۍ ته به دقیق، تازه او تحلیلي معلومات پر وخت وړاندې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي په بنګلادیش کې د درملو شرکتونو سره د همغږۍ ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت تخنیکي پلاوي د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، حافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ بنګلادیش هېواد ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۹
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د بلخ ولایت له سیمه‌ ییز روغتون څخه لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې د بلخ عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت الله منصور یې هم ملتیا کوله، د عامې روغتیا وزیر د ناروغانو احوال واخیست، له روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې او هغوی ته یې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۶:۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کارکوونکو ته د «داخلي تولیداتو د جامع دوسیې (DMF) ارزونې» تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د دې پروګرام د جوړېدو موخه د کارکوونکو مسلکي ظرفیت لوړول، د تخنیکي دوسیو د ارزونې بهیر معیاري کول، د تنظیمي مهارتونو پیاوړتیا او د داخلي تولیداتو د ثبت سیستم ښه کول دي چې ګډونوالو ته به. . .

BACK TO NEWS