د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۶
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، اکمال تخصص برنامې پخوانیو فارغانو ته د اکمال تخصص فراغت نوي سندونو د ورکړې، تخار ولایت کې د سیمه ییزو کلینیکونو فعالیت، کمپرهنسیف ازموینې ۵۰۰ فارغ متخصیصینو ته د تخصصي سندونو د وېش او د عدلیې طب ټریني ډاکټرانو لپاره د کلینیکي تخصص اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د پورته ذکر شویو موضوعاتو د چارو چټکتیا په موخه بېلا بېلې تخنیکي کمېټې وګمارلې؛ ترڅو پر ټاکلي وخت او سمه توګه ورته رسېدنه وشي.

په دې ناسته کې دغه راز، د روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو د هغو مسؤلیتونو راپور وړاندې کړ، چې د رهبرۍ شورا په تېره ناسته کې دوی ته سپارل شوي وو او ټینګار وشو چې ذکر شویو موضوعاتو ته پر ټاکلي وخت رسېدنه ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS