د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ (قوس) له ۸مې نېټې څخه د قوس تر ۲۰مې نېټې پورې سمنګان ولایت ته په سفر کې اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي:

* د سترګو د پردې (کترکت) ۳۰۰ جراحي عملیات

* د مطالعې لپاره د ۶۰۰ عدده د نږدې لید عینکو وېش

* د ۳۰۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ تنو ناروغانو درملنه او ورته د لازمو درملو وېش

له همدې امله، هغو هېوادوالو څخه چې په سمنګان ولایت کې اوسېږي او د سترګو له ستونزو سره مخ دي، غوښتنه کېږي چې په ټاکل شوې موده کې د سمنګان ولایت د عامې روغتیا ریاست ته مراجعه وکړي او له دې وړیا روغتیایي خدمتونو څخه ګټه واخلي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۶ - ۱۱:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ۱۴۰۴ کال د لیندۍ (قوس) له ۸مې نېټې څخه د قوس تر ۲۰مې نېټې پورې سمنګان ولایت ته په سفر کې اړمنو کسانو ته په لاندې برخو کې د سترګو . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

عامې روغتیا وزارت اړوند د ټرینري تخصص بستونو خبرتیا !

د عامې روغتیا وزارت اړوند د ټرینري تخصص بستونو د ازموینې ګډونوال کولای شي، چې خپلې پایلې له لاندې لېنک څخه ترلاسه کړي.

https://sites.google.com/view/nexa-results-moph/home

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۵:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت سترګو پاملرنې ګرځنده روغتیایي کمپونو خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم د ۱۴۰۴ کال د لړم (عقرب) له ۱۷مې نېټې څخه د لړم تر ۲۹مې نېټې پورې د هیلت نېټ (HNI) موسسې په مالي ملاتړ غور ولایت ته سفر وکړي او اړمنو کسانو . . .

Back to announcements