د عامې روغتیا وزارت فعالیتونه په تېره یوه اوونۍ کې!

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۱:۱۹
MOPH

شنبه:

- ١: لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاین پیل شو.

- ٢: د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د کابل طبي پوهنتون، امنیت روغتون، څلورسوه بستريز روغتون او پولیسو روغتون مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

یکشنبه:

- ١: د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ ۱۹ مه غونډه تر سره شوه.

- ٢: د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ عمومي روغتون او پروان ولایت شینواري ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٣: د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د روغتیايي خدمتونو د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو سره ګډه ناسته وکړه.

- ٤: د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست د کنفرانسونو تالار کې د روغتیایي مرکزونو د رواني روغتیا مشاورینو لپاره د رواني او ټولنیزو ملاتړونو او مشورو پیاوړتیا په موخه پنځه ورځنی سیمینار ترسره شو.

دوشنبه:

- ١: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د وګړو صندوق (UNFPA)، د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) او د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره لیدنه ترسره کړه.

- ٢: د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٣: د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٤: کونړ او لغمان ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکټور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.

سه شنبه:

- ١: د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانسونو لپاره منظم تم‌ځای جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

- ٢: د عامې روغتیا وزارت د راتلونکو پنځو کلونو ملي ستراتیژۍ د تهیه کولو په موخه د یاد وزارت له رئیسانو او د پروژو مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه.

- ٣: د فاریاب ولایت د پښتونکوټ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٤: د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکتر کریم‌ الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم دایکندي ولایت ته د سفر  په ترڅ کې د یا ولایت له خصوصي او دولتي روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ.

- ٥: د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د الشفاء ملي او تخصصي روغتون د ترمیم چارو چټکتیا او ستونزو حل په موخه د تدارکاتو، ساختماني، معالجوي طب ، مالي ریاست مسؤلینو، د ملي انکشاف شرکت او ښار جوړونې وزارت استازو سره ناسته ترسره کړه.

- ٦: د عامې روغتیا وزارت د خوړو خوندیتوب لوی ریاست د عامه پوهاوي په موخه په خوراکي محصولاتو کې د تحلیل شویو خطرونو په اړه خبري ناسته ترسره کړه.

چهارشنبه:

- ١: دایکندي ولایت کې له یو شمېر درملتونونو، کلینیکونو او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو.

- ٢: کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ او د کاپیسا ولایت د آله سای ولسوالۍ د عمومي روغتونونو د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٣: د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٤: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNDP) سازمان له مشر، ښاغلي سټیفن روډرېک سره لیدنه تر سره کړه.

- ٥: د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي له مل پلاوي سره په ګډه کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه ترسره کړه.

پنجشنبه:

- ١: د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمو کې د ډینګي ناروغانو درملنه تر سره او د مخنیوي په موخه ویالو کې د میاشو له منځه وړلو درمل واچول شول.

- ٢: د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ عمومي روغتون او د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.

- ٣: د عامې روغتیا وزارت ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د اړتیا وړ ۸۴ قلمه تونر او رنګ بابو او د لوګر ولایت نایب امین الله خان روغتون لپاره د اړتیا وړ ډبرو سکرو د تهیه او تدارک افر پرانیستې پروسه ترسره شوه.