د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۱۵۱ ميليونه او ۸۵۰ زره افغانيو په ارزښت د کندهار ولایت د عینو مېنې روغتون لپاره یوه پايه MRI او يوه پايه CT-Scan دستګاوې پېرل کېږي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۳:۲۰
moph

عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د ناروغیو د تشخیص په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د ۱۴۰۵ مالي کال له داخلي بودیجې څخه یوه پایه MRI 1.5 Tesla او یوه پایه CT-Scan 128 slice دستګاوو د چمتو کولو او پېرلو تدارکاتي پروسه پیل کړې ده.

د یادو دستګاوو د تدارک پروسه د یو سل یو پنځوس میلیونه اته سوه پنځوس زره افغانيو (151,850,000) په ارزښت، یوه افغان شرکت ته د تړون ورکړې په پړاو کې ده، چې د تدارک چارې به یې په نږدې ورځو کې بشپړې شي.

د دغو دستګاوو په برابرېدو سره به د عینو مېنې روغتون د تشخیصیه خدمتونو ظرفیت لوړ او ناروغانو ته به د معیاري خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ننګرهار ولایت کې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکله.

د دې کمېټې د ټاکلو موخه د ډینګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت‌ الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز،. . .

BACK TO NEWS