د عامې روغتیا وزارت له لوري د (۱.۸) میلیونه ډالرو په لګښت افغان جاپان او د انتاني ناروغیو درملنې روغتونونو کې د راډیولوژي دوه مجهز مرکزونه جوړ او پرانیسته یې تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۳ - ۹:۳۰
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، بېلا بېلو ادارو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یادو مرکزونو په جوړېدو خوښي څرګنده کړه، دا چاره یې د روغتیایي برخې د پرمختګ په لور یو مهم ګام یاد کړ او ویې ویل: ( د هېواد روغتیايي سیسټم پیاوړتیا زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او د دغو دوه پرمختللو راډیولوژي مرکزونو جوړول ستره لاسته راوړنه ګڼو، چې پر مټ به یې موږ وکولای شو د تشخیص له لارې د ناروغانو د ژوند ژغورلو سربېره د خلکو لپاره تشخیصیه برخه کې درانه مالي لګښتونه راکم کړو).

ښاغلي وزیر، د روغتیا نړیوال سازمان او جاپان هېواد څخه د مننې تر څنګ زیاته کړه، پیاوړی تشخیصیه سیسټم د دقیقې درملنې بنسټ جوړوي او دا مرکزونه به زموږ روغتیايي کارکوونکو ته د ناروغیو د دقیق تشخیص زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، یاد راډیولوژي مرکزونه د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د جاپان هېواد په مالي مرسته د (۱.۸) میلیونه ډالرو په لګښت جوړ شوي، چې دوه معیاري سي ټي سکن ماشینونه، دوه ډاپلر ماشینونه، د لمریزې برېښنا سیسټم او نورې اسانتیاوې لري او په مرسته به یې اړوندو ناروغانو ته معیاري تشخیصیه خدمات وړاندې کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS