د عامې روغتیا وزارت له لوري غزني ولایت کې ۵۵۶ ناروغانو ته د سترګو بېلا بېل عملیاتونه ترسره شول
د عامې روغتیا وزارت له لوري له مرکز کابل څخه غزني ولایت ته د سترګو ناروغانو د درملنې په موخه یو مجهز روغتیايي ټیم استول شوی و، چې د ۱۱ ورځو په ترڅ کې یې ۵۵۷۱ د سترګو ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات وړاندې کړل او د یاد شمېر له مخې یې۵۵۶ ناروغانو ته د سترګو بېلا بېل عملیاتونه ترسره او ۱۰۳۸ تنو ته یې عینکې تقسیم کړي دي.