د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال له ملالۍ زیږنتون څخه ليدنه وکړه

Panah_moph
چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۸ - ۱۴:۲۸
بازدید معین مالی و اداری وزارت صحت‌عامه از شفاخانه ملالی زیژنتون

چهارشنبه، ثور ۲۸/ ۱۴۰۱

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي له ملالۍ روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د مالي او اداري مرستيال د روغتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه او له روغتیايي کارکوونکو څخه یې وغوښتل چې د اړو کسانو د روغتیايي وضعیت په پام کې نیولو سره لا زیاتې هڅې وکړي.

د ملالۍ روغتون د روغتيايي کارکوونکو د وضعيت په پام کې نيولو سره د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه سره د همکارۍ ژمنه وکړه او خپلې ستونزې يې هم د مالي او ادري له مرستيال سره شريکې کړې، چې په اړه يې لازمې لارښوونې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

تخار ولایت کې څوارلس ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او ۱۴۷ قلمه درمل له منځه یووړل شول

یاد خوراکي توکي او درمل د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې راټول شوي وو او د اړوندو ادارو د استازو په شتون کې له منځه یووړل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا ولایت د وازیخوا ولسوالۍ روغتیایي مرکز کې د ۲۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د GeneXpert ماشین فعال شو

د دغه ماشین په فعالیت سره به د نري رنځ (TB) ناروغۍ د دقیق او چټک تشخیص په برخه کې شته ستونزې حل او د پام وړ ښه والی رامنځته شي.

همدارنګه، یاد ماشین به د نري رنځ ناروغۍ په مخنیوي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

د لغمان ولایت د علینګار ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د مالي او حسابي، تدارکاتو او اداري ریاستونو او ۲۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل:. . .

BACK TO NEWS