د عامې روغتیا وزارت مرستیال په خوست کې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي په اړه ناسته وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۹:۴
moph

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ښاغلي اکرم محمد عکرمه سره لیدنه ترسره کړه

د دې لیدنې موخه د روغتیايي ستونزو حل او د دغه ولایت د روغتیايي سکتور د اړتیاوو او ننګونو ارزونه وه.

په دې ناسته کې دواړو لورو د روغتیايي خدمتونو د وضعیت، شته ننګونو او د هغو د ښه والي پر لارو چارو خبرې وکړې.

د لیدنې پر مهال ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ چې روغتیايي پرسونل دې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن واوسي او شته طبي تجهیزات دې په سمه او اغېزمنه توګه وکارول شي.

همدارنګه، ښاغلي وویل چې د خوست ولایت د روغتیايي سکتور د ښه والي لپاره عملي اقدامات شوي او زیاته یې کړه چې د روغتیايي خدمتونو د معیاري کېدو لپاره به په راتلونکي کې هم لازم پلانونه او پروګرامونه عملي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۶:۱۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ارزونې رئیس په هرات کې د روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د ارزونې، تحلیل او د ارقامو تجزیې رئیس، ډاکټر خان مسلم هرات ته د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د یو شمېر جامع روغتیايي مرکزونو او د گذره ولسوالۍ روغتون د روغتیايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۵۹
Background image

د سهيل عادل متوسطه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته د اړیکو، خطر مفاهمې (Risk Communication) او بهرنیو اړیکو تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د همغږۍ، نړیوالو اړیکو او مرستو انسجام ریاست او ارتقای صحت ډیپارټمنټ د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د روغتیا. . .

BACK TO NEWS