د عامې روغتیا وزارت مرکزي رئیسانو د تخصصي او ثالثي روغتونونو له مسوولینو سره د ستونزو حل په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه
دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي په مشرۍ ترسره شوه چې په کې د تخصصي او ثالثي روغتونونو د تشکیل زیاتوالي، د ګمارنې او تدارکاتي پروسو کې د اسانتیا رامنځته کول، په یادو روغتونونو کې د نویو څانګو رامنځته کول، د بودیجې پر زیاتوالي خبرې وشوې.
د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسوولینو خپل وړاندېزونه او غوښتې مطرح او د حل غوښتنه یې وکړه.
بل لور مرکزي رییسانو د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسوولینو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی شریکې شوې ستونزې به د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ سره شریکې کړي؛ تر څو په اړه یې لازم اقدامات تر سره شي.