د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د حیرتان ګمرک له رئیس سره وکتل

Panah_moph
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۳ - ۱۸:۵۶
د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د حیرتان ګمرک له رئیس سره وکتل

سه شنبه، کب ۳/۱۴۰۰

د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي او مل پلاوي د حيرتان ګمرک له رئیس مولوي عبدالمتين سعيد سره د یوې ناستې په ترڅ کې لیدنه او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت پلاوي کابل ته د عامې روغتیا وزارت د یو شمېر امبولانسونو د لېږد د اجازې، د حيرتان بندر له لارې هېواد ته د بې کيفيته درملو د واردولو د مخنیوي او د نړیوالو مرستندویه بنسټونو د درملو په کاري بهیر کې د اسانتیاوو په اړه د ګمرک له رئیس سره خبرې وکړې او له هغه یې وغوښتل چې په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره بشپړه همکاري وکړي.

دغه راز د حيرتان ګمرک رئيس مولوي عبدالمتين سعيد د عامې روغتيا وزارت مشرتابه پلاوي د وړانديزونو له اورېدو وروسته ژمنه وکړه، چې په دې برخه کې به له عامې روغتيا وزارت سره بشپړه همکاري کوي او هېڅ ډول هڅې به ونه سپموی.

له بلې خوا د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د حيرتان له لس بستريز روغتون څخه ليدنه وکړه او په دغه مرکز کې يې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وڅېړل.

دغه پلاوي له خپلو ارزونو او موندونو وروسته مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې اړمنو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د کیفیت لوړولو د ښه والي برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۶ - ۱۱:۵۷
Background image

په کاپیسا او سرپل ولایتونو کې د درملو او خوارکي توکو څخه نظارت تر سره شو

په کاپیسا او سرپل کې د عامې روغتیا ولایتي مسئولینو له لوري د خوراکي توکو او درملتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو پایله کې (۶) ټنه له نیټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي او درمل راټول او د یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۵ - ۱۲:۲۲
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي مسؤلینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز ټرینینګ ورکړل شو

پکتیا عامې روغتیا ریاست کې د ګلوبل فنډ په همکارۍ د لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو ۱۶ تنو روغتیايي مسئولینو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن د مؤثرې استفادې په اړه درې ورځنی روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۲۸
Background image

د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونه ونمانځل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د "درملو پر وړاندې د میکروب د مقاومت" نړیواله اوونۍ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ونمانځل شوه.

په دغه مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت . . .

BACK TO NEWS