د عامې روغتیا وزارت په ابن‌سینا صدري ملي او تخصصي روغتون کې د ۱۰۰ کیلو واټه لمریزې برېښنا سیسټم د پرانیستې مراسم ترسره شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۰:۲۱
MOPH

د لمریزې برېښنا یاد سیسټم د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې (UNDP) په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړ شوی، چې ټولیز لګښت یې ۱۵۰ زره امریکایي ډالر کېږي.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNDP سازمان سیمه ییز مشر ښاغلي سټیفن روډریګرز او مل پلاوي، د ابن‌ سینا روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د ابن ‌سینا صدري روغتون رئیس، ډاکټر فریدون رحماني ګډونوالو ته د روغتون د خدماتو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې او زیاته یې کړه، چې د لمریزې انرژۍ سیسټم نصب به د یاد روغتون د خدماتو لا ښه ‌والي برخه کې اغېزمن رول ولري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل ولایت په جنوب کې له یو شمېر درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د نرخونو کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوی، کیفیت خوندیتوب او د روغتیایي قوانینو د. . .

BACK TO NEWS