د عامې روغتیا وزارت په وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون کې د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د عامه پوهاوي کنفرانس ترسره شو
په دې کنفرانس کې چې د یاد روغتون رئیس ډاکټر عنایت الله عنایت، ټرېنرانو، ټريني ډاکټرانو او یو شمېر نورو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و. ډاکټر عنایت الله عنایت د کنفرانس موخه روښانه کړه او داسې علمي او عامه پوهاوي کنفرانسونو یې د روغتیايي کارکوونکو د وړتياوو او عامه پوهاوي کچې لوړولو لپاره مهم وبلل.
نوموړي د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه معلومات وړاندې کړل او د ناروغیو پر وخت کشف او تشخیص، مناسبه درملنه، د خطرناکو عواملو له منځه وړل، اغېزمنه څارنه او ارزونه، د اړوندو ادارو ترمنځ اغېزمنه همغږي، د پیاوړي روغتیايي سیستم شتون او د اړتیا وړ مالي سرچینو برابرول یې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي برخه کې اړين اقدامات وبلل.
همدارنګه، د یاد روغتون د لپراوسکوپي او عمومي جراحي څانګې ټرينر متخصص، ډاکټر عیسی خان شمس له ګډونوالو سره د سینې د سرطان په اړه عمومي او د ياد سرطان د پېښو په اړه نړیوال معلومات شریک کړل.
دغه راز، د ذکر شوي روغتون د اورتوپیدي او ټروماتولوژي ټرینر متخصص، ډاګټر شکیب محیبي د هډوکو د سرطان د ډولونو، احتمالي نښو نښانو، پر وخت تشخیص، اړینو معایناتو او د درملنې د لارو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د دې کنفرانس موخه د سینې او هډوکو د سرطانونو په اړه د روغتیايي کارکوونکو د ظرفيتونو او عامه پوهاوي کچې لوړول، د احتمالي نښو نښانو پېژندنه او د ناروغیو د پر وخت تشخیص او درملنې اهمیت روښانه کول وو.
