د عامې روغتیا وزارت په کندز او تخار ولایتونو کې د پولیو د کارکوونکو بې رحمانه وژنه غندي

Panah_moph

جمعه، ۶/۱۲/۱۴۰۰

تېره ورځ په کندز او تخار ولایتونو کې د پولیو واکسین ۸ تنه کارکوونکي چې څلور یې ښځې وې، د ناپېژاندو وسله والو له خوا په جلا جلا بریدونو کې شهید شول.

د کندز ښار په مربوطاتو کې درې نارینه او یوه ښځینه واکسیناتوران په ډزو شهید شوي، د همدې ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې دوه واکسیناتوران او یو د پولیو واکسین مبلغ وژل شوي او د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یو نارینه واکسیناتور وژل شوي دي.

د برید لامل او انګیزه نه ده معلومه او امنیتي چارواکو په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

له دې ناوړه پېښو وروسته په تخار او کندز ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین د نورو بریدونو د مخنیوي او د نورو واکسیناتوران د خوندیتوب په موخه ودرول شو.

د افغانستان د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د پولیو واکسین په کارکوونکو برید په کلکه غندي او د عاملینو د نیولو او مجازاتو غوښتنه کوي. دغه وزارت همدا راز د شهیدانو کورنیو، خپلوانو، همکارانو او دوستانو ته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.

خدای تعالی دې د دوی روحونه د تل لپاره آرام کړي او کورنۍ ته دې د دې نه جبرانېدونکې ضایعه زغملو توان ورکړي.

د پولیو د له منځه وړلو پروګرام د پولیو  واکسین د وژل شویو کارکوونکو کورنیو او دوستانو ته خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د پولیو له ناروغۍ څخه د ماشومانو د ژوند ژغورلو لپاره د هغوی د هڅو ستاینه کوي.

د افغانستان اسلامي امارت د پولیو ختمولو ته ژمن دی او د هیواد په هر ګوټ کې به د پولیو واکسین دلومړۍ کرښې ټولو کارکوونکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست خبرتیا!

موضوع: د هغو کسانو د نوم‌لیکنې او ازموینې د اعلان په اړه چې له هېواد څخه بهر یې زده کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست د خپل کاري پلان له مخې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۰:۱۰
Background image

د وینې مرکزي بانک خبرتیا!

د وینې مرکزي بانک هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې د لوی اختر په ورځو شپو کې به د هېواد په مرکز او ټولو ولایتونو کې خپل ۲۴ ساعته خدمات په منظم او دوامدار ډول وړاندې کوي.

درنو هېوادوالو!

که . . .

Back to announcements