د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست له لوري په مرکز کابل کې له یو شمېر خصوصي او دولتي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۱:۵۷
moph

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې په ټول هېواد کې له دولتي او خصوصي روغتونونو بشپړ نظارت، د چارو شفافیت او په معیاري توګه هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول دي، د نظارت رئیس ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي د ځوانانو ۲۰ بستریز، چراغ، مطهر، باختر، بایزید روښان، حمید سادات او نینو ۲۰ بستر روغتونونو له ټولو څانګو څارنه ترسره او روغتیايي پرسونل ته یې سپارښتنې وکړې، چې د ستونزو حل او درملنې برخو کې له هیڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

نوموړي دغه راز په روغتونونو کې د ناروغانو احوال له نږدې واخیست، هغوی ته یې د روغتیا هیله څرګنده او د غوره خدمتونو وړاندې کېدو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل پلاوي په مرکز کابل کې د AADA مؤسسې اړوند له دوو ورټیکل پروژو څخه نظارت تر سره کړ

د یاد نظارت په ترڅ کې چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۴
Background image

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې یوه اکسری خونه او ۶ د غاښونو کلینیکونه له روغتیایي قوانینو څخه د سر غړونې له امله وتړل شول

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت او روغتیايي قوانینو د تطبیق او ارزونې مسؤلینو له لوري د یاد ولایت جلال اباد ښار ۴مې ناحیې اړوند تالاشۍ څلور لارې ته څېرمه له یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۰:۱۹
Background image

دایکندي او کندوز ولایتونو کې واکسیناتورانو ته ۲۷ عرادې موټرسایکلونه ورکړل شول

د کندوز او دایکندي ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د یونیسیف او تطبیق کوونکو مؤسسو په همکارۍ لرې پرتو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو د پوښښ زیاتولو په موخه د Big Catch-Up پروګرام. . .

BACK TO NEWS