د عامې روغتیا وزير د هسپانیې له سفیر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۸:۴۸
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د هسپانیې له سفیر، ریکارډو لوزا  سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د افغانستان لپاره د هسپانیې سفیر سره په دې وروستیو کې په بامیان ولایت کې د څو تنو هسپانوي سیلانیانو د مړینې او څو نورو د ټپي کېدو له امله خواخوږي څرګنده کړه.

 له بل لوري د هسپانیې هېواد سفیر د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د بامیان ولایت په وروستۍ پېښه کې د ټپي شویو هسپانوي سیلانیانو روغتیايي حالت ته د رسېدنې او درملنې په موخه مننه وکړه او د خپلو دومداره همکاریو ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۷
Background image

غور ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ولایت واکسیناتورانو ته د روغتیایي فعالیتونو د اسانتیا په موخه ۴۳ عرادې موټرسايکلونه وویشل شول

د غور د عامې روغتیا رئیس، شیخ مولوي عبدالواحد حماس د یونیسیف ادارې له دوامدارو همکاریو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، دا موټرسایکلونه به د واکسین د خدمتونو د لاسرسي په ښه‌والي کې، په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۲ - ۸:۵۴
Background image

د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د ګرځنده روغتیایي مرکزونو رئیس ډاکټر ظاهر محمد منګل، د مالي او حسابي، تدراکاتو، تاسیساتو او ساختماني چارو او د عدلي طب ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۵:۴۵
Background image

د هېواد د یو شمېر ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره د الهي پېښو پر مهال د ناروغانو روغتیایي وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته ترسره شوه

دغه ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په مشرۍ په آنلاین ډول ترسره شوه،  په کې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس. . .

BACK TO NEWS