د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي ننګرهار ته سفر په ترڅ کې د خوړو او درملو د کیفیت ارزونې لابراتوار له ودانۍ څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۱:۵۹
moph

د لیدنې پر مهال، چې د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین‌الله شریف هم شتون درلود، د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د ودانیزو چارو د پرمختګ په اړه د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي ته معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د دې ودانۍ ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي، چې اوس مهال یوازې د ودانۍ اداري برخه فعاله ده.

همدارنګه، د عامې روغتیا وزیر او د خوړو او درملو مرستیال ډاډ ورکړ، چې د ودانۍ پاتې چارې به هم ژر بشپړې شي او په نږدې راتلونکي کې به ختیځ زون کې هم یو لوی، مجهز او معیاري لابراتوار ولرو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۶:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روغتیايي همکاریو د پراختیا په موخه بېلاروس هیواد ته په سفر ولاړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د روغتیايي همکاریو پراختیا، د بېلاروس هېواد له روغتیايي بنسټونو څخه د ليدنې او د دوه اړخيزو تجربو شريکولو. . .

BACK TO NEWS