د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد بلخ ته د سفر په ترڅ کې د دې ولايت له والي، حاجي محمد يوسف وفا سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۶ - ۱۰:۴۳
jj

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د دې سفر موخه د شمال زون د روغتیايي وضعیت د څرنګوالي، معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د روغتیايي خدمتونو، روغتیايي کارکوونکو او د هېوادوالو روغتیايي ستونزې له نږدې څخه لیدنه ده.

د بلخ والي، حاجي محمد یوسف وفا  د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یې وکړه چې د روغتیايي ستونزو د حل په موخه یې یاد ولایت ته سفر ترسره کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS