د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د پوهنې وزارت د سرچینو او ادارې معین، مولوي صبغت الله وصیل سره لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزارت او د پوهنې وزارت ترمنځ د همغږۍ، کاري تړاو، د مشورو د شریکولو، په ښوونځیو کې د وقایوي پروګرامونو پلي کولو، د ښوونکو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې او ګڼو نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.