د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۶:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې چې یو شمېر ولایتي رئیسانو هم شتون درلود د تطبیق کوونکو مؤسسو د خدماتو پر ارزونې، د روغتیايي خدماتو د کیفیت پر ښه والي، روغتونونو ته پر ټاکلي وخت د درملو رسولو او د افغانستان روغتیايي سیستم د پیاوړتیا اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد په ولایتونو کې د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو خدماتو څخه په ګډ معیاري نظارت، ارزونې او شفافیت ټینګار وکړ او د یونیسیف ادارې له مسؤلینو یې وغوښتل، چې روغتونونو ته اړین طبي وسایل او درمل په ټاکلي وخت انتقال او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱ - ۱۴:۱۲
Background image

۳۰ تنو ته د IPC تر عنوان لاندې روزنیز ټریننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري په مرکز کابل کې د ملالۍ او اتاترک ماشومانو درملنې روغتون ۳۰ تنه کارکوونکو ته د IPC ( مرضونو د مخنیوي او کنټرول) ترعنوان لاندې څلور ورځنی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۲:۴۸
Background image

په ننګرهار، کونړ او سرپل ولایتونو کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت ترسره شو

د ننګرهار کونړ او سرپل ولایتونو روغتیايي مسئولینو د خصوصي روغتیايي سکتور اړوند، له یو شمېر کتنځایونو، لابراتوارونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې لسګونه کتنځایونه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۹ - ۱۲:۳۸
Background image

کابل ولایت کې له یو شمیر خصوصي روغتونونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د نظارت رییس ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره مل پلاوي په مرکز کابل کې له شپږ بابه خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره کړ

په یاد نظارت کې چې موخه یې په روغتیايي چارو کې د. . .

BACK TO NEWS