د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان له مشر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیايي سیستم پر وضعیت او په هېواد کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو د ښه والي په موخه لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د هېواد ټولو وګړو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او د خپلې وینا په ترڅ کې یې د روغتیايي مراکزو د ښه تمویل او تجهیز اړوند لازمو سپارښتنو سربېره په روغتیايي مرکزونو کې د درملو د کمښت، د روغتیايي کارکوونکو د معاشاتو پر مساوات او اعتدال، د یو شمېر ولایتونو د روغتیايي خدماتو پر ښه والي او د تطبیق کوونکو مؤسسو له لوري د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو پر معیاري ارزونې خبرې ترسره کړې.
له بل لوري د یونیسیف سازمان د بېلا بېلو برخو مسؤلینو، چې په یاده ناسته کې یې شتون درلود د وړاندې کېدونکو خدماتو او شته ستونزو د حل برخه کې د ترسره شویو چارو اړوند معلومات شریک او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه کار کوي.