د عامې روغتیا وزیر د برتانیې له شارژدافیر او نوي استازي سره د روغتیايي همکاریو په اړه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۳۰ - ۱۰:۱۷
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت له شارژدافیر، ښاغلي رابرټ چټرټن ډیکسن او د افغانستان لپاره د یاد هېواد له نوي ټاکل شوي استازي، ریچارد لینزي سره په یو شمېر روغتیايي برخو کې د ملاتړ او همکارۍ اړوند لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د افغانستان روغتیايي سیسټم د ښه والي، د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوبونو، افغان روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو، د روږدو، سرطاني ناروغانو او مور او ماشوم روغتیا برخه کې د ملاتړ اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روغتیا برخه کې د انګلستان هېواد له مرستو او همکاریو څخه د مننې تر څنګ له نوي ټاکل شوي استازي څخه په پورته ذکر شويو برخو کې د ملاتړ غوښتنه وکړه

بل لور د یاد هېواد شارژدافیر او نوي ټاکل شوي استازي خپلو دوامدارو همکاریو ته په اشارې روغتیا برخه کې د ملاتړ او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۳۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۹مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب، نظافت او حفظ الصحې مراعتولو او د مضرو وړانګو د خطرونو کمولو او مخنیوي په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د خلکو روغتیا خوندي او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۸:۵۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده دیارلسمه فقره

که ترانسپورټي شرکتونه او يا افراد د خوراکي توکو درملو او روغتيايي محصولاتو هغه محمولې افغانستان ته واردوي چې د سوداګرۍ رسمي جواز ليک او همدارنګه د عـــامـې روغتيا او کرنې له وزارتونو. . .

BACK TO NEWS